Farhad Darya's Statement
      17 - 01 - 2006 by Mastana.net - Temor Khan

// Send This Page To A Friend //// Give Your Comments //

د خلكو دوعا ماته دوا شوه !

د 2005  د  دسامبر يوديرشمه 2006 م كال ته دورتلو په لومړۍ شپه مې د لاس انجلس په (انا هايم كانونشن سنټر) كې  ستر كنسرت درلود چې په خواشينۍ سره پرما د ناوړه قصد کیدو سره، په لاس انجلس كې زما د زرگونو دوستانو په خپگان او د نړى په گوټ، گوټ كې زما د سلگونو زرو مینه والو په پريشانئ پاى ته ورسيده.

هغه شپه د نړى له گوټ، گوټ څخه څه د پاسه څلور زره تنه راټول شوي وو چې 2006 كال د فرهاد دريا په موسيقۍ، چې ټوله مينه او صداقت ده، نيك فال ونيسي. په خواشينۍ سره چې بی پاسه لنډه غرو د ټولو د ښادۍ پر ښيښو كاڼې وورول او د دريا په اوبو كې يې زهر وشيندل. ددغو زهرجنو اوبو په څښلو سره، دمرگ ترکومي ورغلم. ما چې آن لا د لومړنۍ سندرې له اورولو وروسته  خپل غږ له لاسه وركړى و، د لاسونو، پښو، ستوني او ژبې اختيار او پر ستيژ مې د ودریدوتوان هم له لاسه وركړى و. له يو نيم ساعت وروسته، دغو زهرجنو اوبو خپل كار وكړ او د كنسرت فضا په بشپړه توگه گډه وډه شوه، او زه ترسبا سهاره پورې بيهوښه وم. نن له هغې شپې څخه له لومړنۍ سندرې پرته چې اجراء مې كړه، نور څه په ياد نه لرم، او په دې هم نه پوهيږم چې پر ما او زما پر عزيزانو څه تير شول. هر هغه څه چې اوس ليكم، د دوستانو د سترگو ليدلي حال دی او یاهغه څه چې په هغه شپه ثبت شوې ويديوکې مې ليدلي٠ نن د لوى خداى (ج) په حكم او د خلکو د دعا له بركته له هغې لومې څخه روغ، رمټ ژغورل شوی یم، او اوس د امريكا د ويرجينيا په ايالت كې د طبيبانو تر در ملنې لاندې يم چې روغتيايي حالت مې مخ په ښه كيدو دى.

د پيښې پرسبا مې چې سترگې وغړولې آن تر همدا اوسه، د نړى له گوټ، گوټ څخه د ډاډگيرنې پيغامونه اورم او دوستانو  خپل مینه وړي غږونه اود روغتيا لپاره د دعا لاسونه اوچت كړي دي او د خير او عافيت هيله مې كوي.

له نن څخه دوه شپې مخكې مې د كابل له يارانو څخه  واوريدل چې د هنر دوستانو يوې گرمه کړۍ، ددغه مبارك ولايت په يوه جومات كې، د عاشق فرهاد دريا په نامه  د آسماني كلام ختم او صدقه کړې ده. زما د كور او كورنۍ تيلفونونه او زما د كور پيغام اخيستونكى او انترنيټي پيغام رسونكى (ايميل) هريو د ډاډگيرنې د ډيرو تودو نيتونو له غږونو ډك دي. په دې ورځوكې د افغان او غير افغان خلكو د محبت له نعمت څخه دومره سر په هوا يم چې زرزهرونه نور هم  د ځان پر بيه آخلم.

په دې توگه د مینې او مننې په تودو هرکليو سره، د نړى په گوټ، گوټ كې له ټولو عزيزانو او دوستانو څخه چې ياري يې وكړه او دې ستومان ته يې ډاډگيرنه وركړه، مننه كوم. او هم هغو يارانو ته چې هغه شپه زما په كنسرت كې حاضر وو اوترپيښې وروسته سخت انديښمن وو، د زړه له كومې محبت وړاندې كوم او ژمنه كوم چې بازار ته زما د نويو CD او DVD له راوتلو وروسته د نويو ترانو او سندروله ډكې لمنې سره، يو ځل بيا د دوى ښارته ورشم او داسې كنسرت اجراء كړم، چې نه زه او نه زما موسيقې غږونكي له دغه كنسرت څخه مادي گټه پورته كړو، چې هم زه او هم خلك په گډه دیوې بلې مينې  پر دوهۍ راوڅرخو .



د يوشمير هنروالو ژوند، د هغو آوازو تشه انگازه ده، چې د يوې ستنې د نوكې په اندازه د دوى له ريښتني ژوند سره ورته والى نه لري چې له هغو څخه يو زه يم. څوكاله يې په بيلابيلو سياسي گوندونو او اړخونو وتړلم، خو وموليدل چې دغه وچه خاوره د (خيال من يقين من .... ديار نازنين من) د سندرې د ويونكي په ديوال و نه نښتې. ويې ويل، د ملت په زياتو پيسو يې مزې چړ چې وكړې ... له دې ځاى، له هغه ځاى څخه يې غلاوې وكړې .... او ما ته گورئ ! كلونه، كلونه كيږي چې خپله اود بچيانو ډوډۍ مې د افغانستان له جنگ ځپلو ماشومانو سره نيمه كړه، خو د چاپرمخ مې رانه وړه. كه لرې لاړ نه شو، په آلمان كې د دوره يي كنسرتونو په اوږدوكې مې د افغاني/آلماني بشري مرستو له موسسې KUFA سره مادي او معنوي مرسته وكړه. (www.kufaev.de) ټاكل شوې وه چې هغه شپه ددغو مرستو لړۍ له اروپا څخه لاس انجلس ته هم ورسيږي. خو په خواشينۍ سره چې پاڼه واوښته او اوبه مو تودې او ډوډى مو سړه شوه. د افغاني يتيمو ماشومانو او د (كوفا) د پروژو سرپرستې له افغاني لوري فرهاد دريا او د آلماني لورې سرپرستي يې د آلمان مشهورې هنري څيرې ميرمن (نيناهاگن) (Nina Hagen) ته سپارل شوې ده. اوس ټاكل شوې ده چې د 1385 كال پسرلي په پيل كې د (كوفا) تر پوښښ لاندې د  كندز په ولايت كې د يتيمو ماشومانو لپاره يو مركز پرانيزم چې ددغو مركزونو وپرانيسلو لړۍ به نورو ولايتونو ته هم وغځيږي.

وې ويل چې، دريا په نشه روږدى دى. څومره د خندا وړ ده ! زه هغه مينې په سينه كې لرم چې د نشو زر سيندونه يې په وړاندې لکه يو څاڅكى ښكاري. د ځان د رگونو د څپو شوق مې د شرابو د زرو تاكستانونو فواره ده. زما له دغو ټيټو اوبو او كمزوري گرد سره څه كار؟؟؟ زه خو له بلې هوا څخه مست يم. وې ويل چې د لاس انجلس   په همدې كنسرت کې، د شرابو په نيشو كې ډوب د ستيژ پرمخ راغلى و او بايد زموږ د نوي كال دخرابې شوې شپې بيه بيرته راكړي ... ومې ويل په هغې ويډيوكې چې د كنسرت فلم په كې اخيستل شوى و په خپلو ځوريدلو سترگو مې وليدل چې د كنسرت د جوړونكي له خولې،همدا چې د فرهاد دريا د مسموميت غږ پورته شو، د سالون له نيمو څخه زياتو حاضرينو پوره يو ساعت نارې سورې ووهلې او ونڅيدل او تر اوسه پورې هم څوك نه پوهيږي چې څوك د چاپوروړى و !!!

ومې ويل: مهربانو خلكو ! وبښئ ،چې مسموم يې كړم او په دې بريالى نه شوم، په هغه هيله  چې لرله مې، تاسو ته سندرې ووايم. ځينو وويل: زموږ پنځوس ډالره به څنگه شي ؟ ومې ويل خير دې ، دومره راباندې گران ياست، له دې سره، سره چې د مطلق اجل له بستر څخه راولاړ شوى يم، چمتو يم چې پرته له پيسوڅخه  تاسو ته كنسرت اجراء كړم او په وړيا سندرې ووايم. بيا يې وويل: كله چې چمتو يې په وړيا سندرې ووايې، هرو مره گناه لرې !!! .... آئينې ته مې وويل آئينه جانې ! سندرې ووايم يو عذاب، ويې نه وايم بل عذاب !!! لويه خدايه دا څه كيسه ده ؟ !... لكه دا چې ما له خداى بښلى ملا نصرالدين سره څه خپلوي لرله، خو په دې څلويښتو كلونو كې پرې نه پوهيدم ؟ ! ورو، ورو د ملا د زوى او خره كيسې  زما په لور خوله كږوله چې څه ډول خلكو دوى درې واړه په كراره نه پرې ښودل ترڅو ملا خپل خر سيند ته گوزار كړ او غوږونه يې ورڅخه په ارامه كړل !!!



  كيداى شي د لاس انجلس د كنسرت د پيښې "ولې" دعلتونو په يوې كړۍ کې وي: حسادتونه، ناروغه سيالۍ، رواني مشكلات، د شهرت او محبوبيت غولونكې جلوې،  امنيتي چمتووالي ته كمه پاملرنه او په لسگونو نور دليلونه چې هريو كولاى شي داسې حالت رامنځته كړي. نه شي كيداى د حسادتونو او ناروغه سياليو مخه ونيول شي. د شهرت او محبوبيت ځان غوښتنه هم داسې څيز نه دى چې هنروال هغه په پيسو وپيري او د جامو په څيريې واغوندي. كله چې قسمت و، له ناڅرگند ځاى څخه را رسيږي. نور له لرې حلوا او شيريني ويني، خو خپله د هنروال برخه له همدغه شهرت او محبوبيت څخه، زياتره زهر او خنجر وي. يوازې هنروال پوهيږي چې د شهرت كاسه دوه رنگه اوبه لري:

يو د كاسې د مخ اوبه دي چې رڼې، خوږې او غولونكي دي او له لرې پريوې دنيا جادو كوي او زه هغه سراب بولم. نورې د تل اوبه دي چې هغه ترخې دي. هغه اوبه د شونډو په سر، يوه  يا دوه ثانيې په اصطلاح "لباسي" دي او د شهرت كاسه له دغو اوبو څخه ترڅوكو ډكه ده. يوازې هنروال او خپل خداى يې د تل د اوبو له خوند څخه خبر دي او بس.

د ايمني او امنيتي تياريو په برخه كې په هغه اندازه چې د كنسرت جوړونكي مسوول دي، ښايي زه خپله هم قصور ولرم. ما ترنن پورې هيڅكله نه دي غوښتي د خلكو ترمنځ له د ( لرې شى! لرې شى!) ويونكو لنډه غرو سره وليدل شم،. نه غواړم چې په دې وسيله ځانځاني او ځان غوښتونكى وواسم او داسې څرگنده كړم چې پردوى باور نه لرم. تل مې ويل: هغه دريا چې خپله خلكو جوړ كړى، لوى خداى (ج) او خلكو ته سپارم.  له ساتونكي سره اوږه په اوږه  د خلكو ترمنځ څرگنديدل، د خلكو د دريا له شان څخه لرې ده. خو ومې ليدل چې په پاى كې څو لنډغرو زما پر باور وځغاستل او داسې وشول چې ټول يې شاهدان يو.

پردغو دلايلو برسيره د زمانې حافظه هغه څه را په يادوي چې د پراخو پيښوخبر راكوي او كله آن زموږ د هېواد په تاريخ او فرهنگ كې ريښې لري:

احمد ظاهر يې په ډيره ناځوانۍ وواژه. ساربان يې له ټولې مينې سره چې په ستوني كې يې لرله، له حسد څخه په نشه روږدى كړ چې كار يې ليونتوب ته ورسيد. ناهيد ،چې د وريښمو په شان غږ يې د الوتونكو چهچهې ته ورته و،هم د حسادتونو تريخ ښكار شوه. حميدالله چاريكاري- د پرگنو د موسيقي زرين هنرمن ـ له دواړو پښو شل شو، د كابل ښار د ټپي واټونو په کوم پاى كې د تنگلاسى په څپوكې ومړ٠ فيض محمد منگل او نياز محمد منگل، دغه دواړه هنروال پلار او زوى يې په دوو بيلابيلو جرمونو ووژل. پلار يې مجاهدو په دې جرم چې د كمونيستانو په راډيو (راډيو افغانستان) كې سندرې ويلې له تيغه تيركړ او د زوى سريې د كمونيست حكومت مامورينو، د مجاهدينو لپاره د جاسوسي په تور، له تن څخه جلا كړ. د خان قره باغي ماغزه يې وپاشال. د ماستر فضل غني غږ په جلال آباد كې د واده په يو محفل كې د بم په چاودولو سره غلى شو. د فضل احمد نينواز ژبې خپل خاوند تباه کړ، او په دار وځړول شو. د استاد هاشم د ستوني شاهرگ د ده د شاگرد او دوست له خوا د حسادت په توره پرې شو. د نصرت پارسا وینه د ده د غږ غوښتونكي تنكي ځوان په وسپنيز سوك پر ځمكه توې شوه. سرنده غږونكى ماشيني يې د ساز او مينې په جرم په جيل ننويست او د مرگ تر پولې يې په دوره وواهه. د دريو هنروالو ستوني يې په پكتيا كې د كنسرت له اجراء كولو وروسته پرې كړل. دترکمنی موسیقۍ د بلبل قربان نظر په گډون يې اووه تنه هنروال په جوزجان كې د واده له جشن وروسته تيرباران كړل.

خو ددغو بې وزلو صادقو خدمتگارانو وهل، ټكول، سپكاوى، د اوبو او ډوډى چور او چپاول  د بې ارزښته پيښو په شان تل زموږ په زمانه كې ترسره شوي او ددغو كيسو بې شماره كتابونه او داستانونه شته.

او په پاى كې، دادى فرهاد دريا ... كه يې وويل "افغانستان" وى ويل "سلام" د بابا او هندوكش دقامت په لوړوالي يې "افغانستان" يادکړ. كه يې وويل د بدمرغې جگړې په وخت كې يې، د ورورۍ، ملي وحدت، ملي اوپخلاينې   لپاره سندرې وويلې. كه يې د مينې سرود وغږاوه او كه يې فرياد وكړ او كه يې د آزادۍ او د ملت د پاڅون غږ اوچت كړ چې مظلومان وو. كه په غربت كې و، سوځيدلي نسلونه او له پلرني كور او كهول څخه لرې يې د ساز او مينې په جادو سره له افغانستان سره نږدې كړل او پيوند يې وركړ. په سلگونو زره افغان معصوم ماشومان چې "سلام افغانستان" سرود په ياد لري، د "كاكا فيراد ديرا" لپاره له زهرو څخه غوره سوغات په لستوڼي كې لرل. پوهيږم !

كيداى شي د لاس انجلس د كنسرت پيښه، زما لپاره د ويښيدو غږ و او د نورو لپاره د هوښيارى زنگ وي چې ... (بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) ...ښايي هنروال د خلكو په قدر پوه شي چې د دوى دسرسترګې دي، ځكه كه څه يې ترلاسه كړي دي له دوى څخه يې ترلاسه كړي دي. د دوى نيكمرغي او بدمرغي د لوى خداى (ج) په اراده او د خلكو په لاس كې ده. په مقابل كې خلك هم ښايي هنروال ګران وگڼي چې د ژوندانه د يوازيتوب په شيبوكې، له پاك خداى (ج) وروسته، د دوی غږ تل خلکوته دمرستې او مينې لاس ورکوي. هغه د تاريخ په تلپاتې څلې كې د دوى د فرهنگ او هويت روښانه څراغ اوبولي، چې له پښو پاتې انسان ته هيله وربښي او په خپه زړونوكې هيلې راويښوي.

هنروال د خلكو ژبه ده ... د خلكو ستونى دى ... او بې ترنگه كورخو كور نه، گور دى!

(بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) ... افغاني ټولنې په څو وروستيولسیزوكې ډيرعزيزان له لاسه وركړي او خپله يې ننداره كړې ده. هره كوچنۍ اشاره ستر عبرت دى چې لوى خداى (ج) يې زموږ په مخكې ږدي چې له هغه څخه زده كړو. د سولیدو او ورکیدو فصلونه يو په بل پسې راځي او تيريږي، دهغو هيلو ريښې چې په خپلو لاسونو مو د ځمكې په زړه كې پرې كړې. څومره شنه باغونه او بڼونه چې د دښمني پر لاسونو مو له پاڼو څخه خالي كړل. څومره له ستورو ډك آسمانونه چې همداسې ورژيدل او پوه نه شو چې  تللى كاروان هيڅكله بيرته نه راگرځي.

(بیا تا قدر یکدیگر بدانیم) نړيوال زموږله تاوتريخوالي او تورې سره پوره اشنا دي. اوس د مينې وخت دى. د مينې مجال دى. مينه چې دپروردگار بل نوم دى. مينه چې اسم اعظم دى او موږ افغانانو له دې مينې، له دغه گنج، له دغه روان نعمت څخه ډک يو او ښه ډيره مينه لرو٠

پوهيږم !

           پوهيږم .

                ښه پوهيږم.

د ملنگۍ ، مينې اوښکلا د سندرونغمه ګر

                                              فرهاد دريا

                                     د 2006 كال د جنوري 7 نيټه

                                            ويرجينيا ـ امريكا



Sources of information:
- Farhad Darya.info »
- Faryas World.com »
- Kufa eV.de »

Click Here For the Dari/Farsi Version »
Click Here For the English Version »

فرهاد دريا خپله نوې سندره !ستا د سترګو بلا واخلم ٬ خپل د ږغ مينه والو ته وړاندي کوي
« Click here to Listen The New Song Of Farhad Darya "Sta De Stergo ballah Waakhlem" »


sources: daryasworld and Farhaddarya.info

Related Articles:
- Kufa e.V Website »
- Farhad Darya Poisoned »
- 2005-Tour - Canada »
- 2005-Tour - Hamburg »
- Concert in Queens College »
- Farhad Darya's Tour - A Review Of Hamburg Concert! »

write your comments


Warning: mysql_connect() [function.mysql-connect]: Access denied for user 'root'@'localhost' (using password: YES) in /opt/lampp/htdocs/news/comments/com/db.php on line 15
Could not connect >>> Access denied for user 'root'@'localhost' (using password: YES)